
ایکنا نیوز راپور راکوی،د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کې د اسلامی امت د امر مسلمین او ستر رھبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ا ي له شهادت وروسته، په اساسي قانون کې وړاندیز شوی میکانیزم سمدستي فعاله شو. د اساسي قانون د ۱۱۱ م اصل له مخې، د هېواد اداره کولو چارې په موقتي ډول یوه شورا ته سپارل کېږي چې ولسمشر، د قضائیه قوې رئیس او د نګهبان شورا یو فقیه یې غړي دي، څو د هېواد په مدیریت کې کوم خنډ او تشه رامنځته نه شي.
دا یعنې د قدرت انتقال نه د احساساتو او د لارو کوڅو د فشار له مخې، بلکې د قانون د څرګند متن له مخې دی.
مګر د رهبر ټاکل څنګه ترسره کېږي؟
د رهبر ټاکل د خبرګانو شوری په غاړه دي؛ له غورہ او متفکرانو څخه جوړ شوی یو داسې بنسټ چې د خلکو په مستقیمو رایو سره ټاکل کېږي.
د خبرګانو غړي د عمومي ټاکنو له لارې دغې شورا ته لاره پیدا کوي او خپله هم د صلاحیت ترلاسه کولو لپاره، د قانون تر څار لاندې دي.
دا شورا دنده لري چې د رهبر د نشتون په صورت کې، په اساسي قانون کې ټاکل شویو اصولو او شرایطو ته په کتو، په شرایطو برابر کس وټاکي.
په تېرو کلونو کې، د خبرګانو مجلس ۱۰۷ او ۱۰۹ تخصصي کمیسیون په منظم ډول احتمالي ګزینې او شاخصونه څېړلي دي؛ یعنې د ځای ناستې موضوع، یوه ناڅاپه او له مخکې بې مطالعې کار نه دی.
په اوسنيو شرایطو کې هم ناستې د امنیتي ملاحظاتو له امله په غیر حضوري ډول او په امن ځای کې ترسره شوي او د رایې اچونې بهیر هم ورستي پړاو ته د رسېدو په حال کې دی.
مهمه خبره دا ده چې مخکینې رهبر هېڅوک د خپل ځای ناستې په توګه نه دی معرفي کړی.
دا موضوع ښيي چې وروستۍ پریکړه شخصي ټاکل نه دي، بلکې د خبرګانو د رایو له مخې دي. هغه خبرګان چې په خپله د خلکو په رایو سره ټاکل شوي دي، اوس په اکثریت او داخلي رایو سره، راتلونکی رهبر ټاکي.
د رهبرۍ شاخصونه هم یوازې سیاسي نه دي؛ بلکې د فقاهت، عدالت، له وخت څخه خبرتیا، د مدیریت توان، زړه ورتیا، پاکوالی او د بهرني فشارونو پروړاندې د درېدو توان دی. دا معیارونه کلونه د مخکیني رهبر په خبرو کې روښانه شوي او اوس د ګزینو د ارزیابۍ معیار دی.
په داسې حال کې چې ځینې بهرنۍ رسنۍ هڅه کوي څو د قدرت د تشې او یا د بې ثباتۍ موضوع القا کړي، مګر میداني واقعیت ښيي چې د ایران د اسلامي جمهوریت حقوقي جوړښت په یوه شخص باندې ولاړ نه دی، بلکې پر بنسټ باندې تکیه کوي.
څو پړاویز، قانوني او د خلکو له خوا د خبرګانو د رایو له مخې بهیر، د اجرا په حال کې دی؛ هغه بهیر چې حتی په جنګي شرایطو کې هم بند شوی نه دی.
هغه څه چې اوس د ترسره کېدو په حال کې دي، نه یوه ناڅاپي پریکړه، بلکې په اساسي قانون کې وړاندیز شوی یو دقیق میکانیزم دی، هغه میکانیزم چې موخه یې د حاکمیت د استمرار تضمین، سیاسي ثبات او د سیمې په ترټولو حساسو شرایطو کې د قدرت له تشې هرډول مخنیوی دی.
ډېر ژر به وروستۍ پایله اعلان شي؛ مګر هغه څه چې همدا اوس روښانه دي، دا دي چې په ایران کې د رهبرۍ د بهیر د انتقال چارې، جورښتي، قانون محوره او د خبرګانو د رایو له مخې دي، هغه مډل چې هم دیني مشروعیت او هم ټاکنیز پړاو د یو بل ترڅنګ له ځان سره لري.